IQNA

د قرآن  په سپکاوي پسې د رهبرۍ  دستر  مقام پیغام

د قرآن کریم د سپکاوي  دعامل لپاره په سختې سزا د اسلام ټول عالمان یوه نظر لري

7:24 - July 23, 2023
د خبر لمبر: 3487672
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود او  مسلمانانو ولی امر حضرت  آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په سویډ کې د قرآن کریم په مقدس شان کې سپکاوی یوه تراخه  او دسیسه ګره او خطر رامینځةکونکي پيښه وبلله  او ټینګار ئې وکړ،ددغه جنایت د  عامل لپاره په سختې سزا د اسلام درست عالمان سره یونظرلري،باید دجنایت عامل د اسلامی هیوادونو قضائي  ادارو ته وسپارل شي.

ایکنا د رهبرۍ د ویب پاڼې له قوله د  ولی امرمسلمین و د اسلامی انقلاب ستر لارښود  پیغام راخستی  چې په دې ډول ډول دی.؛

بسم الله الرحمن  الرّحیم

په سویډ کې دقرآن مجید عظمت او مقام سپکاوی ،یوه تراخه  اودسیسه ګره  او خطر رامینځةکونکي پيښه  ده .  ددغه  جنایت دعامل لپاره په سختې سزا د اسلام ټول عالمان یو نظر لري  . د سویډ حکومت هم باید پوهه شي  چې  له دغه جنایتکار څخه په  ملاتړ سره ، د  اسلامی دنیا په واندې ئې جنګ ته مخه کړې  او د مسلمانو ملتونو او د هغوي د ډیرو حکومتونو عمومي نفرت او دښمني ئې دځان وآخوا ته جلب  کړې ده.د هغه حکومت دنده دا ده چې  د جنایت عامل د اسلامی هیوادونو عدالتونو ته وسپاري . د صحنې تر شا دسیسه ګر دې هم پوهه شي چې د قرآن کریم  شوکت او حرمت ورځ تر بلې زیاتیږي او  دهغه دهدایت څپې به لاځلانده شی.دغه شان نوره دسیسې او  عاملان ئې له دې لا سپک اوشرمیدلي دي  چې وتوانیږي ، دددغې ځلیدونکي رڼا مخه ونیسي . والله غالبُ  علی اَمره

سید علی خامنه ای

دچنګاښ د میاشتې ۳۱ ۱۴۰۲ کال  

https://iqna.ir/fa/news/4157072

captcha